کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳ مه نېټه):
د اروپایی ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د دفتر ویاندې نبیلا میزرالی له رسنیو سره په خبرو کې ویلی، چې په دغه غونډه کې به د افغانستان موضوع د اجندا یوه مهمه برخه وی.
میزرالی په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړی، خو اروپایی ټولنې د دې غونډې په اړه په وروستۍ اعلامیه کې ویلی، چې د دې ټولنې وزیران او چارواکی به په افغانستان کې له پوهنتونونو او په غیر دولتی موسسو کې له زده کړو او کار څخه د نجونو او ښځو د راګرځولو پر موضوع تمرکز کوی.
د اروپایی ټولنې په غونډه کې د افغانستان د وضعیت او په ځانګړی ټوګه پر نجونو د محدودیتوتو لګېدو په اړه غونډه په داسې مهال کوی، چې افغان حکومت د شرایطو تر برابرېدو پورې پر نجونو د تعلیم او تحصیل کول بند کړی دی.
د یونسکو د معلوماتو له مخې د ط.البانو د حکومت له لومړۍ واکمنۍ وروسته په ۲۰۰۱ کال پنځه زره نجونې د لوړو زده کړو په موسسو کې شاملې وې، حال دا چې دغه شمېر تر ۲۰۲۱ کال پورې ۱۰۳ زره او ۸۵۴ ته رسېدلې و، خو روان ۲۰۲۳ کال له اووم پورته او لوړو زده کړو کې د نجونو او ښځو ګډون صفر ته رسېدلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ