د لوړو زده کړو وزیر خپل کاری دفتر کې د پاکستان له سرپرست سفیر سره لیدنه کې پر ښو تحصیلی اړیکو تینګار وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳ مه نېټه):
د لوړو زده کړو وزارت له لوری رسنیو ته په استول شوی خبرپاڼه کې ویل شوی، چې دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر ښو تحصیلی اړیکو او له یو بل سره د علمی او څېړنیزو تجربو پر شریکولو ټینګار شوی دی.
خبرپاڼه کاږی چې لوړو زده کړو وزیر په دغه لیدنه کې له پاکستانی لوری غوښتی چې پاکستان کې د افغان محصلینو ستونزې حل او لا ډېرو افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې په برخه کې همکاری وکړی.
د خبرپاڼې له قوله کابل کې د پاکستان سرپرست سفیر سیف الله خان هم په پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او په افغانستان کې یې د پاکستانی محصلینو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوری د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.