کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب ویلی، په هغو بنسټونو کې چې د ښځو کار لپاره اړتیا وی، دوی ته اجازه ورکول کیږی چې خپلو دندو ته ور وګرځی.
دوی زیاته کړې، اسلامی حدودو په چوکات کې غیر دولتی بنسټونو کې کار ته د ښځو د بېرته ستنېدو هڅې روانې دی.
د اقتصاد وزارت له لوری نادولتی موسسو کې د ښځینه قشر بندښت هغه جنجالی موضوع وه، چې له امله یې ګڼو بهرنیو موسسو خپل فعالیتونه وځنډول، چې اوس یو شمېر برخو کې مېرمنو ته په بیا ځل اجازې ورکولو ځینو موسسو خپل فعالیتونه بیا ځل پیل کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ