د سویډن لومړی وزیر خپل هېواد کې د قرآن کریم د سوځېدو له کبله بښنه غوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د سویډن لومړی وزیر په سټاکهولم کې د شنبې په ورځ د قرآن کریم سوځول ژوره بې احترامی بللې ده. نوموړی د قرآن کریم د نسخو سوځول غندلې او په دې اړه یې له ټولو مسلمانانو بښنه غوښتې ده.
شنبې ورځ د سویډن په پلازمېنه کې یو ښی اړخی سیاستوال راسموس پالودان د ترکیې د سفارت مخېته د قرآنکریم یوه کاپی وسوځوله، چې له امله یې اندونیزیا، سعودی عربستان، متحده عربی امارات، افغانستان ترڅنګ د خلیج د همکارۍ شورا او د اسلامی همکاریو سازمان په کلکه دغه چاره وغندله او عامل ته یې د سختې سزا غوښتونکی شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.