کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۴ مه نېټه):
د ازبکستان د برېښنا ملی شرکت په یوه رسمی خپاره کړی پیغام کې ویلی، چې دوی به را روانه چهارشنبه(۵ سلواغه) افغانستان ته د برېښنا د شوی تړون په اساس د پخوا په څېر برېښنا ولېږدوی.
دوی زیاته کړې، چې ازبکستان کې د سختې یخنۍ له امله تخنیکی ستونزې حل شوی، چې تر دې وروسته به افغانستان ته د تړون مطابق برېښنا لېږدوی.
افغانستان کې د مرکز کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه د برېښنا برچاوۍ له امله ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، چې اوس د راپورونو له مخې افغانستان له ترکمنستان سره هم د برېښنا د تورید تړون د روان ۲۰۲۳ کال لپاره د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کې تمدید کړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ