کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۴ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې امریکا غواړی اوسنی افغان حکومت سره په خپل تعامل کې بدلون راولی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د یوې رسنۍ د پوښتنې په ځواب کې پرته له نورو جزیاتو ویلی، چې دوی افغان حکومت سره د تعامل په اړه خپلو متحدینو سره په سلا_مشورو بوخت دی.
نوموړی زیاته کړې چې بشری مرستې به له افغانانو سره دوامداره وساتی، خو په افغان حکومت به بېلابېلو لارو فشار راوړی، تر څو د ښځو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خپلو دریځونو کې نرموالی راولی.
د امریکایی رسنیو د راپورونو له مخې له تېرو څو میاشتو راهیسې چې افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تعلیمی، سیاسی، مدنی او کاری فعالیتونو وضع شوی، د چارو د څارونکو له لوری د امریکا پر حکومت انتقادونه هم ډېر شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ