کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۵ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې لندن کې یو ۱۷ کلن ځوان چې د تویک ناهم په نوم پارک کې یې یو افغان کډوال سره تر لفظی شخړې وروسته د چړو ګوزارونه وکړل او نوموړی یې وواژۀ، د دغه هېواد د محکمې لخوا مجرم وپېژندل شو.
یاد کس له یوې لنډې جګړې وروسته د احمد ولی په نوم یو اتلس کلن افغان ځوان په چړو ووهه، چې وروسته یې روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د دغې قاتل د هویت او نورې پېژندنې په اړه ډېر جزیات نه دی ورکړل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ