پوهنې وزارت ویلی، زده کړه د هر افغان لپاره اړینه ده

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۵ مه نېټه):
سره له دې چې افغانستان باندې د اوسنی حکومت تر واکمنۍ وروسته لومړی له اووم ټولګی پورته او وروسته بیا پوهنتونونو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز ولګېد، د پوهنې وزارت وایی، هېواد کې دوه نیم میلیونه نجونې ښوونځیو ته ځی.
دوی وایی، پوهنه د هر افغان لپاره اړینه ده او دوی هڅه کوی چې خپلو افغانانو ته با کیفیته ښوونیز خدمتونه وړاندې کړی.
د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې له اقتصادی محدودیتونو سره_سره یې په افغانستان کې ۱۹ زره ښوونځی او ۱۳ زره دینی مدرسې پرانستی ساتلی.
افغانستان د نړۍ په کچه یوازینی هېواد دی چې اکثریت نجونې او مېرمنې یې له اووم پورته لېسو او پوهنتونونو ته له ورتګه منع شوی دی، خو چارواکی بیا ټینګار کوی چې دوی ته د اسلام په چوکاټ کې د زده کړه ییز چاپېریال پر برابرولو بوخت دی.
تازه د ملګرو ملتونو عمومی منشی هم د سې شنبې ورځ یو وار بیا پر اوسنیو افغان چارواکو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې شته بندیزونه لرې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.