کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۵ مه نېټه):
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی ویلی، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف پاکستان ته سفر کړی دی.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق تېره شپه ناوخته د خپل ټویټر له لارې، اسلام آباد ته د ضمیر کابلوف له سفره خبر ورکړی دی.
محمد صادق زیاته کړې دواړو خواوو د سیمې وروستیو بدلونونو او د ښه راتلونکی لپاره د اسلام آباد او مسکو ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې کړې دی. هغه زیاته کړې کابلوف یو روښان فکره او پوه ډیپلومات دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ