ملګری ملتونه سبا د افغانستان په تړاو ناسته کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د متحده عربی اماراتو، جاپان او فرانسې هېواد د غوښتنې په اساس سبا جمعه د افغانستان په تړاو ناسته جوړه کړی.
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربی اماراتو د ماموریت ویاندې ویلی، دغه غونډه به د جمعې په ورځ د آمنې محمد په حضور سره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې جوړه شی.
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربی اماراتو د ماموریت ویاندې شهاد مطر زیاته کړې، چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو مرستیاله آمنه محمد افغانستان ته د خپل کړی سفر ارزونه وکړی او د افغانستان د وضعیت او د هغو پیغامونو په تړاو به هم خبرې وکړی چې د سرپرست افغان حکومت چارواکو ته یې وړاندې کړی دی.
تر دې وړاندې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ویلی و، چې تمه کیږی په راتلونکو میاشتو کې د سیمې د هېوادونو په ګډون د افغانستان په تړاو یوه غونډه جوړه شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.