د سعودی عربستان له زندانونو ۳۱۴ افغان بندیان آزاد شول

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۶ مه نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء تکل رسنیو ته په یوې استول شوی خبرپاڼې کې ویلی، چې د سعودی عربستان په جده ښار کې د افغان جنرال کونسلګرۍ تر پرلپسې هلو_ځلو وروسته ۳۱۴ تنه افغان بندیان چې هلته زندانی شوی وو، راخوشې شول.
د خبرپاڼې له مخې دغه بندیان په عسیر، جیزان، الباحه، ابها، طایف، مدینه منوره، قنفذه، شمیسی، تبوک او حدا زندانونو کې بندیان وو چې اوس ورته خپل هېواد ته د راتګ زمینه برابره شوه.
تر دې وړاندې خارجه وزارت له پاکستانه هم د یو شمېر افغان بندیانو د خلاصون خبر ورکړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.