هند کې د لومړی وزیر په اړه د بی بی سی پر جوړ شوی مستند فلم بندیز لګېدلی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۶ مه نېټه):
د هندی رسنیو د راپور له مخې د دغه هېواد چارواکو د بی بی سی لخوا د هند لومړی وزیر نرېندرا مودی په اړه پر هغه مستند فلم د لیدو او خپرېدو بندیز لګېدلی، چې د نوموړی په اړه ۲۰۰۲ کال ګجرات کې د مسلمانانو د قتل عام او په دغه قتل عام کې د مودی د رول په مورد جوړ شوی دی.
هندی رسنیو دا خبر هم ورکړی، چې د ډیلی پولیسو یو شمېر هغه زده کونکی چې د هند د لومړی وزیر نرېندرا مودی په اړه د بی بی سی دغه مستند فلم لیدو ته راټول شوی وو، نیولی دی.
هندی چارواکو ویلی، د دغه فیلم لیدونکی او خپروونکی به مجازات کړی.
په 2002کال کې د هند په ګجرات سیمه کې د هندو مذهبی تندروانو لخوا شاوخوا ۲۵۰۰ مسلمانان ووژل شول، چې وروسته بیا یو شمېر برید کوونکو اعتراف وکړ چې دغه برید د نرېندرا مودی په رضایت او خوښې ترسره شوی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.