کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۶ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت یو شمېر وزیرانو د ملګرو ملتونو جګپوړی چارواکی مارټین ګرېفېتس ته ویلی، دوی په پلان کې لری چې ښځو ته د بشری مرستو رسولو په ځینو فعالیتونو کې د کار اجازې د ورکړې په اړه یو نوی لارښود جوړ کړی.
په بشری چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیال مارټین ګرېفېتس ویلی، که څه هم تر اوسه په غیر دولتی ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز صادر شوی فرمان نه دی لغوه شوی، خو په پلازمېنه کابل کې یې د کتنو پر مهال له بېلابېلو وزیرانو هڅوونکی ځواب ترلاسه کړی دی.
نوموړی زیاته کړې، افغانې ښځې د بشری مرستو په رسولو کې مهم رول لری او اندېښنه دا ده چې د دوی پر کار بندیز به بېړنی ژوند ژغورونکی فعالیتونه له خطر سره مخامخ کړی.
تر دې وړاندې یو شمېر سرچینو په غیر رسمی بڼه ګهیځ ته تایید کړې وه چې په یو شمېر نادولتی موسسو کې د اسلامی حدودو په رعایت سره مېرمنو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ