اسراییلو کې د یوه برید له امله اووه اسرایلیان ووژل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د تېرې پنجشنبې ورځ د اسراییلی ځواکونو په عملیاتو کې نهه تنه فلسطینیان ووژل شول، د اسراییل په پلازمېنه یروشلم کې یو فلسطینی ځوان د یهودیانو پر عبادتځای برید وکړ او اووه تنه یې ترې ووژل.
رویټرز خبری آژانس د اسراییلی چارواکو په حواله ویلی، دا پېښه د اسرایلی یهودیانو د عبادت پر مهال رامنځته شوه.
رویټرز زیاته کړې، چې دا برید د یروشلم پر سېناګاګ کې په داسې حال شوی چې اسراییلی عبادت کوونکو د یهودیانو د قتل عام په یاد ویر کولو.
که څه هم تر اوسه د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو د فلسطین ډلې حماس یوه ویاند حضام قاسم ویلی چې دا د وړمې ورځې د اسراییلی ځواکونو د عملیاتو په ځواب کې شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.