کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیاله آمنې محمد افغانستان ته تر څو ورځنی سفر وروسته له CNN خبری شبکې سره یوه مرکه کې هیله مندی ښودلې، چې پر افغان نجونو او ښځو د سرپرست افغان حکومت لګېدلی بندیزونه به تر یو بریده کم شی.
نوموړی دغه مرکه کې وړاندې ویلی، ټولو فشارونو ته په کتو احساسوی چې د یو شمېر بندیزونو لرې کېدل د افغان چارواکو لخوا ممکن شوی دی. آمنې محمد پر افغان نجونو او ښځو د سرپرست افغان حکومت لګېدلی بندیزونه له اسلام سره هم په ټکر کې بللی او د داسې اقداماتو غوښتونکې شوې چې دغه شته ستونزې یې پر مټ حل شی.
په افغان نجونو او ښځو د سرپرست افغان حکومت د بندیزونو ور ها خوا د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشی مرستیاله آمنه محمد یخنۍ او لوږه هغه دوه لاملونه بللی، چې د نوموړې په وینا د افغان نجونو او ښځو ترمنځ یې ژور خفګان لا پسې زیات کړی دی.
آمنې محمد څو ورځې وړاندې د یو پلاوی په مشرۍ افغانستان ته سفر کړی و، چې دلته یې مرکز کابل او کندهار کې له یو شمېر حکومتی چارواکو سره لیدنې_کتنې لرلې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ