امریکا په سومالیا کې د داعش ډالې د یو لوړ پوړی مشر په ګډون د لسو تنو داعش وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
امریکایی چارواکی وایی، د سومالیا د شمال په یوه لرې پرته غرنۍ سیمه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په برید کې د داعش یو جګپوړی مشر بلال السودانی په ګډون یې د دغې ډلې لس تنه وژلی دی.
د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټن ویلی، چې بلال السودانی په افریقا کې د داعش د مخ په زیاتیدونکی حضور د تقویه کولو مسوول و.
اسټن زیاته کړې، هغه په نړیواله کچه د دې ډلې فعالیتونه هم تمویل کړل.
دا برید وروسته له هغې وشو، چې د امریکا ولسمشر بایډن دغه هېواد ته سلګونه امریکایی پوځیان ولېږل، چې د هغه مخکنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سومالیا څخه وېستلی وو.
تر اوسه داعش ډلې د خپلو دغو غړو د وژنې تایید نه دی کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.