کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د سرمنشی یوه ویاند سټیفن دوجاریک ویلی، چې امنیت شورا تېره شپه د افغانستان په تړاو سِری غونډه کړې.
امنیت شورا په داسې وخت کې دا غیرعلنی غونډه جوړه کړه چې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفټس او ورسره مل پلاوی لا هم کابل کې دی او دلته یې د سرپرست افغان حکومت له چارواکو سره لیدنې ترسره کړی دی.
د ملګرو ملتو د سرمنشی دغې ویاندې زیاته کړې، چې ګریفټس به د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سفر په اړه بشپړ جزییات له دوی سره شریک کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ