افغان حکومت له نړیوال بانکه د نیمګړو پروژو د بیا پیل غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
د ریاست الوزرا اقتصادی معاونیت د افغانستان د اقتصادی وضعیت په اړه د نړیوال بانک له راپوره هر کلی کړی یو ځل بیا یې د افغانستان د کنګل شوې پانګې پر ازادولو ټینګار کړی.
دغې اقتصادی معاونیت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، که چېرې یاده پانګه ازاده شی، د افغانستان اقتصادی وضعیت به نور هم ښه او بار به یې د نړیوالې ټولنې له اوږو سپک شی.
نړیوال بانک په یو راپور کې ویلی، په تیر ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د ۲۰۲۱ کال په پرتله د افغانستان اقتصادی وضعیت ښه و، چې د دغه کال په ۹ میاشتو کې یې ۱.۷ ملیارده ډالرو په ارزښت توکی بهر ته صادر کړی و.
په اعلامیه کې له نړیوال سازمانونو څخه غوښتل شوی چې په افغانستان کې د بېکارۍ کمولو لپاره د پراختیایی پروژو په تمویل کې برخه واخلی. د ریاست الوزرا اقتصادی معاونیت له نړیوال بانک څخه هم غوښتی چې په افغانستان کې د خپلو نیمګړو پروژو کارونه بیرته پیل کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.