کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
لوړو زده کړو وزارت خصوصی پوهنتونونو ته یو مکتوب استولی چې په کې شخصی پوهنتونونو ته امر شوی چې د کانکور ازموینې لپاره تر امرثانی پورې نجونو ته د نوم لیکنې اجازه ور نه کړی.
د شخصی پوهنتونونو اتحادیې هم د لوړو زدکړو وزارت لخوا دوی ته د دغه مکتوب استول منلی دی.
په مکتوب کې ټینګار شوی چې که کوم پوهنتون د دوی له دغې پرېکړې سرغړونه وکړی، قانونی چلند به ورسره وکړی.
د نجونو پر تعلیم، تحصیل او کار باندې نړیوالې ټولنې په لویه کچه د سرپرست افغان حکومت اوسنۍ پرېکړې غندلی او دا یې نا عادلانه بللې، خو د حکومت مسوولین بیا وایی، دوی هڅه کوی چې د نجونو تعلیم، تحصیل او کار لپاره اسلامی شرایط برابر کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ