کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې سبا یکشنبه او بله ورځ دوشنبه د مرکز کابل په ګډن بدخشان، نورستان، ننګرهار، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل، غزنی، مېدان وردګ، بامیان، دایکندی او غور ولایتونو کې واورې او بارانونه ترسره شی.
دغې ادارې په سالنګونو کې هم د واورې د اورښت اټکل کړی دی.
د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې د یادو ولایتونو په ځینو سیمو کې به د اورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۲۰ ملی مترو او د واورې کچه به له ۱۵ څخه تر ۴۰ سانتی مترو پوری وی.
د واورې د اورښت اټکل په داسې مهال کیږی، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا هېواد کې د سړې هوا څپې د خورېدو له امله زرګونه افغانان د امکاناتو له سخت کمښت سره مخ دی، چې په دې اړه د مرستې لپاره باید خصوصی سکټور راودانګی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ