کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۹ مه نېټه):
د عربی رسنیو د خبر له مخې په سعودی عربستان کې یوې ترافیکی پېښې د درې افغانانو ژوند اخیستی دی.
یاد افغانان چې له قطر څخه د عمرې ادا کولو په موخه سعودی عربستان ته ورغلی وو، قطر ته د بېرته ستنېدو پرمهال یې لاره کې موټر له ترافیکی پېښې سره مخ شوی او درې واړه په کې مړه شوی دی.
د دغو مړو شویو افغانانو جسدونه قطر ته لېږدول شوی او همالته یې د جنازې لمونځونه ادا شوی دی.
په قطر، سعودی عربستان او شاوخوا عربی هېوادونو کې په ګڼ شمېر افغانان د کار او مزدورۍ لپاره ورغلی او هلته مېشت دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ