بشری مرستو کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ مشر سبا دوشنبه ملګرو ملتونو ته خپل راپور وړاندې کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفټس سبا دوشنبه ملګرو ملتونو ته د افغانستان په تړاو خپل راپور وړاندې کړی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشی یو ویاند سټیفین دوجاریک ویلی، دا غونډه به د نیویارک په وخت د سهار په یولسو بجو ترسره شی.
په دغه غونډه کې به د ماشومانو د ژغورنې د ادارې اجراییه رییس جانتی سورپیو او د ماشومانو د وجهی صندوق مرستیال عمر عبدی هم برخه واخلی.
دغه ډول ویل شوی چې د پاملرنې موسسې مشره سوفیا پینیرو په دې غونډه کې انلاین ګډون وکړی.
هېره دې نه وی چې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفټس افغانستان ته سفر کړی او دلته یې د افغان حکومت له بېلابېلو مشرانو سره لیدنې_کتنې لرې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.