کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پاکستان په بلوچستان آیالت کې نن سهار له یوه پله څخه د بس موټر د لوېدو په پېښه کې ۴۱ تنه مړه شوی دی.
رسنیو ته پاکستانی چارواکو ویلی، بس ګاډی له چپه کېدو وروسته اور اخیستی چې له امله یې دغه خونړۍ مړینه رامنځته شوې ده.
د بلوچستان د لسبیکو ولسوالۍ یوه لوړ پوړی چارواکی حمزه انجم د پېښې په ځای کې رسنیو ته ویلی، په بس کې ۴۸ کسان سپاره وو چې یوازې درې تنه په کې ژغورل شوی دی.
په پاکستان کې د زیاتو ترافیکی پېښو علت د ترافیکی قوانینو نه رعایت، د خوندیتوب کمزوری تدابیر او د چلوونکو بې احتیاطی ښوول کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ