کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۹ مه نېټه):
ټولګټو چارو وزارت وایی، د تېرې ورځې راهیسې د درنو واورو د اورښت له امله د یو شمېر ولایتونو لارې د تګ_راتګ پر مخ بند شوی.
د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح ویلی، یادې مواصلاتی لارې په بامیان، سرپل، بلخ او فراه ولایتونو کې د واورې ډېر اورښت له امله د ترافیکو د تګ_راتګ پر مخ بندې شوی دی. نوموړی زیاته کړې چې په بامیانو ولایت کې له یادو لارو پرته نورې ټولې لارې د ترافیکو پر مخ خلاصې دی.
ده ویلی چې د افغانستان په سالنګونو کې هم له تېرې ورځې د واورې اورښت جریان لری، چې تر دې دمه دغه لویه لار د ټېلری موټرو پرته د نورو ټولو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده.
د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې تېره ورځ او نن د واورې او بارانونو اټکل کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ