د خصوصی پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې د نجونو پر ممنوعیت ګڼ غبرګونونه راپارېدلی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۰ مه نېټه):
د اسلامی همکاریو ټولنې تېره ورځ د خصوصی پوهنتونونو په ازموینو کې د نجونو پر ګډون د بندیز په اړه یوه اعلامیه خپره کړې.
دغه اعلامیه کې پر یادې پرېکړې خواشینی ښودل شوې او له د سرپرست افغان حکومت له مشرانو غوښتل شوی، چې د نجونو او ښځو له تعلیم څخه د محرومیت او د هغې د پراخو ټولنیزو او اقتصادی پایلو د مخنیوی په موخه دې خپلو پرېکړو او فرمانونو باندې له سره غور وکړی.
بلخوا د خصوصی لوړو زده کړو موسسو د ټولنې مسوولینو ویلی، دغه ډول محدودیتونه به خصوصی پوهنتونونه له ګڼو نورو ستونزو سره مخ کړی.
هېواد کې پر نجونو او ښځو د محدودیتونو په لړ کې وړمه ورځ د لوړو زده کړو وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره په کانکور ازموینه کې د نجونو له نوم لیکنې مخنیوی وکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.