معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ بنده شوه

د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ بنده شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۰ مه نېټه):
د بغلان ولایت مسوولینو ویلي، د واورې ډېر اورښت او توپان له امله د سالنګ لویه لاره د هر ډول تګ_راتګ پرمخ تړل شوې ده.
د بغلان د والي ویاند عالم مجیدي زیاته کړې، چې دغه لاره تېر ماښام د یادو ستونزو له امله د د مسافرو د خوندیتوب په موخه بنده شوې ده.
دوی له خلکو غوښتي چې سالنګ کې د توپان پای ته رسېدو او د لارې تر خلاصېدو پورې باید پر دې لاره له سفر کولو ډډه وکړي.
د هوا پېژندنې ادارې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په ۱۹ ولایاتو کې د واورې او باران د اورښت اټکل کړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس