کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۰ مه نېټه):
د امریکایی رسنیو د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن منځنی ختیځ ته په خپل سفر کې مصر ته رسېدلی دی.
بلېنکن هم خپلې ټوېټرپاڼې کې لیکلی، چې مصر ته په سفر کې هڅه کوی څو له دغه هېواد سره خپلې اړیکې ټینګې وساتی.
په پام کې ده چې نوموړی به نن بیت المقدس ته هم سفر ولری. ویل کیږی چې انتونی بلېنکن به په دغه سفر کې د اسراییلو له لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او د فلسطین له مشر محمود عباس سره په خبرو کې د تاوتریخوالی په کمولو ټینګار وکړی.
دې وروستیو کې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ تاوتریخوالی هم زور موندلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ