کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۰ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو خبر ورکړی، چې د پېښور ښار پولیس لاینز سیمه کې په یوه جومات کې دننه د شوی ځانمرګی برید له امله د لومړنیو راپورونو له مخې ۱۷ تنه وژل شوی او له ۹۰ تنو ډېر نور ټپیان دی.
د راپورونو له مخې دا چاودنه نن ماسپښین د لمانځه پر مهال د جومات دننه شوې ده.
روغتیایی مسوولین وایی، لا هم ټپیان روغتونونو ته وروړل کیږی چې د ځینو یې روغتیایی حالت نازک دی.
پاکستانی پولیسو ویلی، چې ویلی چې د جومات یوه برخه نړېدلې او ګومان کېږی چې یو شمېر کسان تر خاورو لاندې بند پاتې دی.
د روغتونونو مسوولین وایی، د ډیرو ټپیانو وضعیت خراب دی او ښایی چې د مړیو په شمېر کې زیات والی راشی.
دې وروستیو کې د پاکستان اقتصادی او امنیتی وضعیت تر بل هر وخت ترینګلی شوی دی.
تر اوسه د برید منلو لپاره کومې ډلې سینه نه ده ډبولې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ