کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۱ مه نېټه):
وروسته له هغې چې تېره ورځ خېبر پښتونخوا سیمه کې د پولیسو پر یو جومات ځانمرګی برید تر سره شو او د ۵۹ تنو د وژل کېدو ترڅنګ په کې له ۱۵۰ ډېر نور ټپیان شول، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف یو ځل بیا تور پورې کړی، چې برید کوونکی د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروی.
خواجه اصف جیو نیوز سره په مرکه کې دغې چاودنې ته په اشارې ویلی، د دوحې تړون له مخې باید افغان خاوره د بل هېواد پر ضد ونه کارول شی، خو د هغه په وینا دوی داسې شواهد ترلاسه کړی چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږی او د پاکستان ثبات له منځه وړی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د پولیسو پر جومات دغې ځانمرګی برید باندې خواخوږی ښودلې.
که څه هم د پاکستان اوسنی تور په اړه افغان لوری کوم رسمی غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې دغه ډول تورونه په کلکه رد کړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ