د هېواد د ښځینه وو پر مخ د تعلیمی او تحصیلی بهیر بندېدل؛ ستونزې او ناخوالې!

په تېرو څو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې یو متکوب لاس په لاس کېږی چې د افغانستان د اوسنی حکومت د لوړو زده کړو وزارت له خوا په خصوصی او دولتی پوهنتونو کې د نجونو او ښځینه محصلانو د نه شاملېدو په اړه صادر شوی او په خلکو او رسنیو کې یې هم بېلابېل غبرګونونه را پارولی دی.
په دې مکتوب کې چې په اصل کې د لوړو زده کړو د خصوصی بنسټونو د پسرلنی سمسټر د کانکور آزموینې تاریخ پکې مشخص شوی دی، ویل شوی دی چې د لوړو زده کړو په بنسټونو او مؤسساتو کې د ښځینه محصلانو نوم لیکنه تر امر ثانی پورې بنده ده او د سرغړونې په صورت کې بهله اړونده ارګان سره جدی چلند وشی
دا پداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د مؤقت حکومت له خوا تر شپږم ټولګی پورته نجونو پر وړاندې ښوونځی تړل شوی وو او په دولتی او خصوصی پوهنتونو کې په زده کړو د بوختو نجونو او ښځو ته لوړې زده کړې ځنډول شوې دی، پداسې حال کې چې د افغان حکومت دې پرېکړې او له زده کړو د نیم نفوس محرومولو، ټول افغانان او ټوله نړۍ غوسه کړې ده.
په تېره نیمه پېړۍ کې پر افغانستان د واکمنو له اړخه د زده کړو په برخه کې بېلابېل دریځونه مخې ته راغلی دی، د افغان طالبانو د حکومت په تېره دوره کې هم چې څه د پاسه پنځه کاله یې دوام وکړ، په افغانستان کې د ښځینه قشر پر زده کړو او کار بندیز و. همدغو واکمنو هغه مهال هم لکه اوس د شرایطو د نه برابر والی خبره کوله.
که څه هم له هغه مهاله نیولې بیا تر ننه چې د دغو شرایطو د برابرولو نظری خبرې کېږی، په عملی برخه کې نه یوازې دا چې دغه شرایط برابر نشول، بلکې ورو_ورو د هماغه تېرې واکمنۍ د وخت محدودیتونه نور هم را ظاهریږی.
لومړی تر شپږم ټولګی پورته پر نجونو تعلیمی محدودیت، بیا پداسې حال کې چې په پوهنتونونو کې د سمستر آزموینې روانې وې، د لوړو زده کړو له بنسټونو د نجونو رخصتول ورپسې په ټولو دولتی او خصوصی پوهنتونونو کې د ښځینه طبقې پر تحصیل محدودیت او ورسره هم د اقتصاد وزارت له لوری نادولتی مؤسسو کې پر ښځینه وو کاری محدودیت او دې ته ورته نور اقدامات هغه څه دی چې له بېلابېلو پرګنو سره یې اندېښنې را زېږولې.
حالاتو ته په کتو او یو پر بل پسې د دا ډول بندیزونو یو په بل پسې لګېدل، د دوی د مخالفو بې وسلو او وسلوالو ته په لاس کې ښه بهانه ورکول دی.
پدې منځ کې یو شمېر داسې راپورونه هم خپاره شول چې د دغو نجونو له ډلې یې یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته د خپل تعلیم او تحصیل د دوام لپاره د پنا غوښتونکی شوې دی او ورسره جوخت ګڼو بهرنیو هېوادو افغان نجونو او مېرمنو ته د لوړو زده کړو د زمینې برابرولو په بهانه بېلابېل پروګرامونه او برنامې اعلان کړې او دا لړۍ لا روانه ده.
په ورته وخت کې د هېواد نیم او آن تر نیمو زیات وګړی وایی چې که چېرې نجونو او مېرمنو ته د هېواد په داخل کې د تعلیم او تحصیل زمینه برابره نشی، نو ډېرې کورنۍ به نورو ملکونو کې د خپلو کورنیو ښځینه غړیو ته د زده کړو د زمینې برابرولو په لټه کې له هېواده ووزی او دا امکان شته چې بیا تر غربی او غیر اسلامی شرایطو لاندې د زده کړو له امله هېواد او هېواد والو ته نورې ستونزې او نا خوالې وزېږوی او بیا به مو راتلونکی نسل د اسلامی حدودو له الف او با څخه هم خبر نه وی.
اوس دا چې نجونو ته د په کور دننه د تعلیم او تحصیل شرایط نه برابریږی، بهر ملکونو ته د ښځینه وو د زده کړو لپاره تلل او هلته په پردۍ مفکوره د افغان نجونو او پېغلو د روزلو مسؤول به بیا څوک وی؟
بل اړخ ته د دغو بندیزونو د دوام له امله بیا اوسنۍ واکمنۍ ته د تهدیدونو او ګواښونو د دوام مسؤول به څوک وی؟ او دې ټولو پوښتنو او د راتلونکو عواقبو مسؤولیت به د چا پر اوږو پروت وی؟
د نړۍ د ګڼو هېوادو له خوا د اوسنی نظام په رسمیت نه پېژندل کېدل، اقتصادی بندیزونو دوام، له اسلامی او غیر اسلامی ملکونو سره د افغانستان رامنځته کېدونکی واټن، له تعلیمی او تحصیلی برخې شاه تګ، نورو اسلامی او کفری ملکونو ته یوازې د نجونو د زده کړو د دوام په موخه د افغان کورنیو او آن یوازې پېغلو ورتلل، په کور دننه د اختلافاتو ډېرښت او له هېواده د علمی کادرونو وتل او ګڼې نورې داسې ناخوالې شته چې د دغه بندیزونو زېږنده کېدای شی.
آیا دا او دې ته د ورته نورو ډېرو ستونزو او ناخوالو زېږون په دې نه ارزی چې دغه یوې ستونزې ته هر څه ژر د حل لاره ولټول شی؟ دا پوښتنه نن د هر چا په ذهن کې ده چې ولې تر دا مهاله نه خپل ولس او نه نوره نړۍ نه شو قانع کولای، په ځانګړی ډول اسلامی ملکونه؟ آیا دا ستونزه هېڅ د حل لاره نه لری؟ آیا د ښځینه وو او نارینه وو د تعلیمی او تحصیلی وختونو بېلښت نشی کولای دا ستونزه حل کړی؟
فکر کوو چې دا او دې ته ورته ځینې نورې وړې ستونزې به د هېواد د پخو عالمانو او پوهانو په مرسته حتماً د حل یوه لاره ولری او ضرور نده چې بیا بهرنیانو ته بهانه په لاس کې ورکړو او هر څه په سیند لاهو کړو.
“پای”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.