کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۱ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت چارواکی وایی، د افغانستان تر ټولو په ستر اقتصادی زون د بګرام اډې د بدلولو پلان لری.
د اقتصاد وزارت مسلکی مرستیال لطیف نظری ویلی، چې په دې اړه لومړنی مطالعات پیل شوی دی.
د هغه په خبره، هیله مند دی چې ژر به په دې اړه یوې پایلې ته ورسیږی او عملی چارې یې پیل کړل شی.
نوموړی د بګرام اډې موقعیت، پراخوالی، له هوایی ډګر سره نږدېوالی او په کې شته پراخ امکانات او وسایل د هېواد تر ټولو ستر اقتصادی زون د دغې اډې د بدلولو هڅونکی لاملونه ګڼلی.
بګرام اډه په افغانستان کې د امریکا د شل کلن نظامی حضور پر مهال تر ټولو ستره پوځی اډه وه، چې څو ورځې وړاندې ټرمپ هم د دغې اډې په اړه څرګندونې کړې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ