د پاکستان اقتصاد د سقوط په درشل کې، د پېسو نړیوال صندوق تر سختو شرایطو ټاکلو وروسته اسلام آباد ته ورغی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۱ مه نېټه):
د پیسو نړیوال صندوق پلاوی نن په داسې حال کې پاکستان ته ورغی، چې د دغه هېواد اقتصاد د سقوط سره مخامخ دی.
د راپورونو له مخې دغه هېواد کې انفلاسیون لوړ شوی او د کلدارو ارزښت په بې ساری کچه رالوېدلی دی.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په تېرو څو میاشتو کې د مالیاتو د لوړولو او دولتی مصارفو کمولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق غوښتنې د دې لپاره رد کړې، چې کېدای شی دا کار د را روانې اکتوبر میاشتې له عمومی ټاکنو وړاندې د خلکو د مخالفت سبب شی.
د پیسو نړیوال صندوق پلاوی په داسې حال کې پاکستان ته ځی، چې تر دې وړاندې یې پاکستان ته سخت ترین شرایط د قرضیې د ورکړې لپاره مخته ایښی و.
دغه هېواد ته د پېسو نړیوال صندوق پلاوی په داسې مهال سفر کړی چې هلته د ډالرو د کمښت له امله د پاکستان بانکونو د وارداتی مالونو د تادیاتو له ورکولو ډډه کړې چې له امله یې په زرګونو کانټینره وارداتی مالونه د پاکستان د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دی.
راپورونه وایی، چې د دغو کانټینرونو د بندښت له امله دغه هېواد کې د اړینو خوراکی او نورو موادو سخت کمی هم رامنځته شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.