کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۱ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې په پېښور کې د پولیسو د مرکز اړوند یو جومات کې د شوې چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر سل تنو ته لوړ شوی دی.
دغو رسنیو د ځایی چارواکو له قوله زیاته کړې، چې چاودنه کې ۲۲۱ تنه نور ټپیان شوی هم دی، چې د ځینو روغتیایی وضعیت د اندېښنې وړ دی.
ځایی چارواکو دغه شمېرې د ودانۍ له شاوخوا د ژغورنې عملیاتو پای ته رسېدو څخه وروسته اعلان کړی دی.
د دغې خونړۍ چاودنې له امله پاکستان کې ملی ماتم هم اعلان شوی دی.
هېره دې نه وی چې پاکستانی طالبانو هم دغه برید کې لاس لرل رد کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ