کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۲ مه نېټه):
اسلامآباد کې د افغانستان سفارت پر ټویټر پاڼې لیکلی، چې د پاکستان د سېند ایالت له زندانه ۱۲۰ افغان بندیان خوشې او افغانستان ته یې د استولو بهیر پیل شو.
سفارت زیاته کړې، چې تېره ورځ اسلامآباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د جنرال کونسلګرۍ د هلو_ځلو په پایله کې د سېند ایالت له زندان څخه ۱۲۰ تنه افغانان آزاد شول.
دغه سفارت همدارنګه ویلی چې په راتلونکو څو ورځو کې به ۱۳۰ تنه نور افغان وګړی هم د پاکستان له زندانونو آزاد او هېواد ته به ستانه کړل شی.
هېره دې نه وی چې د دغو بندیانو د خلاصون په اړه د هڅو سربېره د لارې کرایه، خوراک، څښاک، پوښاک او نور ټول لګښت یې افغان حکومت پر خپلې غاړې اخیستی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ