کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۲ مه نېټه):
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان ویلی، د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې له ځانګړی استازی توماس نیکلاسون سره یې کتلی او له دغه هېواد سره یې د بشری مرستو په ګډون پر ګڼو مسایلو خبرې کړې دی. نوموړی زیاته کړې، اروپایی ټولنه له افغانستان سره د بشری مرستو یو مهم تمویلوونکی دی. د اروپایی ټولنې د مرستو دوام به د افغانانو ځینې خوراکی او روغتیایی اړتیاوې راکمې کړی.
صادق وړاندې ویلی، نیکلاسون ته یې د پاکستان د بشری مرستو په اړه هم معلومات ورکړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ