کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۲ مه نېټه):
د روڼتیا نړیوال سازمان وایی، افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې له فساد سره مبارزه کې تر پخوا ښه شوی.
دغه سازمان د ۲۰۲۲ کال اړوند راپور کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې د شفافیت له اړخه ۱۵۰ ځای خپل کړی دی، په داسې حال کې چې د همدې سازمان په ۲۰۲۱ کال راپور کې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې له فساد سره د مبارزې له اړخه ۱۷۴ یم هېواد و.
د رونټیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۲ کال راپور چې تېره ورځ یې خپور کړ، د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د اداری فساد کچه او د مخنیوی لپاره یې د حکومتونو هلې_ځلې ارزولی دی.
د دغه سازمان په راپور کې راغلی، د اوسنی حکومت تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړی، چې پر همدې اساس د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې یې ۱۵۰ ام ځای خپل کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ