کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۲ مه نېټه):
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېست ویلی، پاکستان ته یې د خپل دوه ورځنی سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو سره د ترهګرۍ پر وضعیت او د مېرمنو په اړه د سرپرست افغان حکومت پر وروستیو پرېکړو خبرې کړی.
نوموړی تېره شپه په څو ټویټونو کې ویلی، چې اسلام آباد ته یې د خپل سفر پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر اسد مجید خان او د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړی استازی صادق خان او د پوځ لوی درستیز عاصم منیر سره خبرې اترې وکړې.
ویست ټینګار وکړ چې په دغو ناستو کې یې د هغه فرمان د پایلو په اړه هم خبرې وکړې، چې له غیر دولتی موسسو سره د ښځو د کار د منع کولو فرمان یې په افغانستان کې بشری مرستو ته د میلیونونو خلکو د لاسرسی د بندېدو لامل شو.
دغې امریکایی دیپلومات ټینګار کړی، چې افغان مېرمنې په کور کې د بند پاتې کېدو له امله له روانی فشار سره مخ دی او نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو لومړنیو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی په پاکستان کې له یو شمېر افغان مېرمنو سره د لیدنې په اړه هم معلومات ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د هغوی نیوکیزې او انتقادی خبرې یې هم اورېدلې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ