افغان حکومت د روڼتیا نړیوال سازمان پر وروستی راپور غبرګون وښود

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۳ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د رونټیا نړیوال سازمان په یوه نوې ارزونه کې وویل، چې افغانستان له اداری فساد سره د مبارزې په برخه کې ۲۴ امتیازونه اخیستی، د سرپرست افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه ارزونه غندلې ده.
مجاهد ویلی، له لرې په افغانستان کې د فساد په تړاو د روڼتیا د نړیوال سازمان شوې ارزونه ناعادلانه او نا معتبره ده.
نوموړی زیاته کړې، هغوی له لرې قضاوت کړې او ښایی چې په اوازو یې اتکا کړې وی.
دی وایی، چې که دغه سازمان اوس مهال د افغانستان د ادارو سمه او له نږدې مطالعه وکړی، تر دې په کراتو به د فساد کچې د ټیټېدو شاهدان وی.
د روڼتیا نړیوال سازمان د وروستی راپور پر بنسټ، افغانستان د ۲۴ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د دغه سازمان په نوملړ کې ۱۵۰م ځای خپل کړی دی، حال دا چې په ۲۰۲۱ کال کې د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره افغانستان په دغه نوملړ کې ۱۷۴ ځای درلود.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.