کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۳ مه نېټه):
د فرانسې خبری آژانس د پاکستانی چارواکو له قوله ویلی، چې د پېښور پولیسو د مرکز په جومات کې د شوې چاودنې په تړاو ۲۳ شکمن کسان نیولی دی.
دغې آژانس ته د پولیسو یو ځایی چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط ویلی، دوی په دې اړه څېړنې هم پیل کړی چې ایا چا د پولیسو د مرکز له منځه د برید له ترسره کېدو سره همکاری کړې که نه؟
تېره دوشنبه د پیښور په شمال لودیځ کې د پولیسو یو ډیر حساس مرکز کې خونړۍ چاودنه وشوه، چې په کې پولیسو ته درنه مرګ_ژوبله واوښته.
دغه برید کې د ۱۰۱ کسانو د وژنې او د ۲۲۵ نورو کسانو د ژوبلې خبرونه خپاره شول.
که څه هم ځایی چارواکو دا یو ځانمرګی برید بللی، خو د چارو څارونکی شکمن دی چې ښایی دا د پاکستانی حکومت له لوری کومه سازشی چاودنه وی، ځکه د دوی په وینا هېڅ بم او ځانمرګی په دومره کچه تلفات نشی رامنځته کولی.
هېره دې نه وی چې پاکستانی طالبانو هم دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ