هند د روان زېږدیز کال لپاره خپله دفاعی بودیجه اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۳ مه نېټه):
هندی رسنیو د خپلو چارواکو له قوله تېره ورځ اعلان وکړو، چې د دوی دفاعی بودیجه به د ۲۰۲۳ په ترڅ کې ۷۲.۶ ملیارد ډالرو ته ورسیږی.
دغو چارواکو رسنیو ته زیاته کړې، چې یاده بودیجه له چین سره د پولې تاوتریخوالی ډېر ېرو او یو شمېر نورو مسایلو په موخه ترتیب شوې ده.
دغه بودیجه د لومړنیو اټکلونو په پرتله ۱۳ سلنه زیاته ده.
د هندی رسنیو د خبر له مخې هند غواړی چې نوې جنګی الوتکې وپېری او له چین سره پر پوله نور سړکونه هم جوړ کړی.
دې وروستیو کې د هند او چین ترمنځ اړیکې تر پخوا ډېرې ترینګلې شوې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.