کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۳ مه نېټه):
دفاع وزارت په خپرې کړې یوې خبرپاڼې کې ویلی، د دغه وزارت سرپرست مولوی محمد یعقوب نن په کابل کې د ایران د سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوی سره کتلی او پر یو شمېر مسایلو یې ورسره خبرې کړی.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا او شته ستونزو هوارۍ په اړه خبرې کړی.
کابل کې د ایران سفارت د دې ناستې په اړه تر اوسه څه نه دی ویلی او نه هم په دې اړه نور ډېر جزیات خپاره شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ