پر مېرمنو د محدودیت لګولو په غبرګون کې امریکا پر افغان چارواکو نوی بندیزونه لګولی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۳ مه نېټه):
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلی، چې افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د وروستیو محدودیتونو په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ځینو افغان چارواکو نوی بندیزونه لګولی.
د بندیزونو په اړه که څه هم تفصیلی جزیات نه دی ورکړل شوی، خو د خبرپاڼې له مخې په دغو بندیزونو کې د سرپرست افغان حکومت د چارواکو ځینو کورنیو ته د ویزو ورکولو بندیزونه هم شامل دی.
خبرپاڼې زیاته کړې، دغه بندیزونه پر اوسنیو او پخوانیو چارواکو، د غیر دولتی امنیتی بنسټونو پر غړو او هغو کسانو چې د ښځو پر وړاندې یې د بندیزونو په لګولو کې ونډه اخیستې، لګول شوی دی.
خبرپاڼه کې امریکا اندېښنه ښودلې چې پر ښځو او نجونو د تعلیم، تحصیل او کار تر محدودیت لګولو وروسته له یو میلیون څخه زیاتې نجونې او ښځې له زده کړو او کاره محرومې پاتې شوې دی.
دوی وړاندې ویلی، تر هغې چې سرپرست افغان حکومت د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشری حقونو او بنسټیزو آزادیو ته درناوی ونه کړی، د نړیوالې ټولنې له خوا به یې ملاتړ ونه شی.
افغان لوری تر اوسه د دغو نویو بندیزونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.