کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د هلمند سیمه ییزو چارواکو ویلی، په دغه ولایت کې د څه باندې ۳۵۰ ښوونځیو څخه دوه سوه ښوونځی ودانۍ نه لری.
د دوی په خبره د دغو بې ودانیو ښوونځیو زده کوونکی په آزاده فضا کې خپلې زده کړې مخته بیایی.
ښوونکی او زده کوونکی د اړوندو ادارو له مسوولینو غوښتنه کوی چې د دوی ښوونځی ورته ورغوی.
د تېرو څو لسیزو جګړو له امله د یو شمېر ښوونځیو ودانۍ تخریب شوی او ګڼ شمېر نور بیا د جګړو د دوام له امله د ابادېدو څخه بې برخې پاتې شوې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ