کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۵ مه نېټه):
وروسته له هغې چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته د پاکستان استازی منیر احمد افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه هغه بندیزونه چې د سرپرست حکومت له لوری لګول شوی، د پښتنو د کلتور یوه برخه وګڼله، په لر او بر کې یې د یو شمېر خلکو او په ځانګړې توګه د افغانانو سخت غبرګونونه راوپارول.
د خلکو له کلکو غبرګونونو وروسته نوموړی تېره ورځ د نجونو د زده کړو په اړه د خپلو څرګندونو له امله بښنه غوښتې ده.
نوموړی ویلی، چې د افغان نجونو د زده کړو په اړه په خپلو شویو څرګندونو بښنه غواړی او دا په ډاګه کوی چې زده کړو ته د ښځو او نجونو د لاسرسی مخنیوی نه اسلامی دی او نه هم پښتنی کلتور.
د سرپرست افغان حکومت له لوری پر نجونو د تعلیم او تحصیل بندښت په نړیواله کچه سخت غبرګونونه راپارولی دی، خو افغان چارواکو ویلی، نجونو ته تر اسلامی شرایطو لاندې د زده کړو په برابرولو یې هڅې روانې کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ