کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۵ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې تېره شپه ناوخته پاکستانی پولیسو د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام آباد کې له شلو ډېر افغانان نیولی و، چې اوس راپورونه وایی، نیول شوی کسان تر پلټنو وروسته بېرته خوشې شوی دی.
پولیسو یاد عملیات د اسلام آباد د بهاره کهو سیمې په شارجه پلازه کې په داسې مهال کړی، چې ټول په خپلو خونو کې ویده وو.
له نیول شویو کسانو څخه یو تن ویلی، تلاشی کوونکو چې ټول نارینه وو، د کورونو پلټنی پر مهال له ښځو سره ناوړه او له تاوتریخوالی ډک چلند کاوه.
نوموړی ویلی، هغوی د تلاشۍ پر مهال له افغانانو پاسپورټ او د اړیکې نیولو وسایل اخیستل او په دې اړه چې ولې یې د شپې په دغه وخت کې له احوال ورکولو پرته کورونو ته ننوتل، څه نه ویل.
رسنیو ته یو شمېر پاکستانی چارواکو ویلی، له دغو عملیاتو د دوی موخه د افغان کورنیو د اسنادو چک کول و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ