د کابل ښار دوهمې امنیتی حوزې اړوند پښتونستان واټ کې شوې چاودنې دوه تنه ټپیان کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۵ مه نېټه):
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلی، چاودنه د ملکی وګړو په یوه موټر باندې د چسپکی ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې دوه تنه ولسی وګړی په سرسری بڼه ټپیان شوی دی.
نوموړی رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې، چې چاودنې سیمې ته د امنیتی ځواکونو د څېړنې ټیم رسېدلی او د پیښې په تړاو یې څېړنې پیل کړې دی.
پېښه ماښام شاوخوا شپږ بجې رامنځته شوې، چې په کې هایلکس ډوله موټر هدف ګرځول شوی دی.
بل خوا ځینو رسنیو ویلی، چې د چاودنې غږ ډېر لوړ و چې د کابل په بېلابېلو برخو کې اوریدل شوی دی.
تر اوسه د دغې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.