افغان حکومت د مسکو غونډې ته د خپلو استازو د وربللو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۷ مه نېټه):
په داسې حال کې چې د سیمې هېوادونو د امنیت شورا د سلاکارانو غونډې ته مسکو کې د سرپرست افغان حکومت استازی نه دی بلل شوی، د حکومت ویاند وایی تمه لری چې په دې غونډه کې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په هکله هم خبرې وشی.
مجاهد د دغې غونډې له جوړوونکو غوښتی، چې دغې غونډې ته د سرپرست افغان حکومت استازی هم وروبلی.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی له روسیې ټاس خبری آژانس سره په مرکه کې ویلی و، چې په یاده غونډه کې به د مرکزی آسیا هېوادونه، چین، هند، پاکستان او ایران هم ګډون ولری.
مسکو له څه باندې یو نیم کال راهیسې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ دوه غونډې جوړې کړی، چې په هغو غونډو کې په افغانستان کې د ټول‌ ګډونه حکومت د جوړېدو، ملی خبرو_اترو، د بشری حقونو د رعایتېدو او ملی پخلاینې په تړاو خبرې شوی.
ټاکل شوې چې د افغانستان په تړاو مسکو کې دا غونډه راتلونکې اونۍ جوړه شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.