کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۷ مه نېټه):
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د جوماتونو د بیارغونې او جوړونې په برخه کې د ترکیې د یوې موسسې سره یې د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، چې دا تفاهم لیک تېره ورځ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مالی او اداری مرستیال عارف الله عارف او د ترکیې د بشری مرستو موسسې د رییس لخوا د وزارت د رهبرۍ غړو په شتون کې د جوماتونو د بیارغونې او جوړولو او په جوماتونو کې د څاګانو کیندلو په اړه لاسلیک شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ