د آلمان یو خېریه بنسټ المان ته د افغان ماشومانو د لېږد په موخه راتلونکې چهارشنبه افغانستان ته راځی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۷ مه نېټه):
د آلمان د سولې کلی په نوم د یوه خیریه بنسټ ویلی، چې یو پلاوی یې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ افغانستان ته ځی، څو هغه ماشومان په نښه کړی چې درملنه به یې په آلمان کې کیږی.
د سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزوی ویلی، آلمان ته د درملنې موخه هغه ماشومان لېږدول کیږی چې په اور سخت سوځېدلی یا یې هډوکی مات شوی او په هېواد کې دننه یې درملنه ستونزمنه وی.
نوموړی ویلی، چې د دغو ماشومانو د پاسپورټ او ویزې په ګډون نور ټول لګښتونه به د سرې میاشتې ټولنې په غاړه وی او په آلمان کې درملنه به یې د آلمان د سولې کلی بنسټ په وړیا توګه کوی.
د افغانی سرې میاشتې ټولنې ویاند همدارنګه ویلی، په هره دوره کې له پنځوسو نه تر سلو پورې ماشومان د درملنې لپاره آلمان ته بېول کیږی، چې درملنه به یې شپږ میاشتې وخت ونیسی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.