“مشرف” چې د واکمنۍ تر تورې دورې وروسته یې تر یو کال اوږد ځنکدن تېر کړ!

د پاکستان پخوانی واکمن او د دغه هېواد پوځی ډیکتاتور جنرال پرویز مشرف تر اوږدې ناروغۍ وروسته بالآخره څو ورځې وړاندې د دوبۍ په امریکایی روغتون کې ساه ورکړه.
جنرال پروېز مشرف په ۱۹۹۹ زېږدیز کال، د هغه هېواد د وخت پر لومړی وزیر میا نواز شریف تر یوې پوځی ډوله کودتا وروسته واک ته ورسېد او دا په دقیقه توګه هغه وخت ؤ چې نواز شریف د یو لړ ملحوظاتو پر بنسټ غوښتل تر څو د پاکستانی کومانډو دا مشر له پوځی مشرۍ لرې کړی، خو مشرف پرې وار ړومبی کړ او کودتاه یې پرې وکړه.
په ۲۰۰۱ زېږدیز کال په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې نېټې تر تاریخی او بوږنونکې پېښې وروسته، د پاکستان پوځی واکمن جنرال مشرف د هغه وخت امریکایی ولسمشر “جورج ډبلیو بوش” ته د ملګرتیا لاس ورکړ او امریکا ته په پاکستان کې د “جېک آباد” هوایی او پوځی اډې په ورکړې سره پر افغانستان باندې د بهرنیو ځواکونو د نا روا وحشیانه یرغل ته زمینه برابره کړه.
که څه هم د “مشرف” دغه اقدام نه یوازی د افغانانو چی آن د ګڼو پاکستانیانو قهر راوپارولو او په خپله په پاکستان کې یې په اعتراض پراخ لاریونونه یې وشول، خو مشرف نه د خپلو خلکو د لاریونو پروا وساتله او نه د نړیوالو اصولو او قوانینو.
د مشرف تر واکمنۍ لاندې پاکستانی پولیسو په لسګونه د القاعده او د پخوانی افغانی رژیم چارواکی ونیول او امریکا ته یې تسلیم کړل.
جنرال مشرف چې یو پاکسانی جنرال او ظالم پوځی ډیکتاتور ؤ، په ډیکتاتورۍ او قاطعیت کې یې ځانګړی شهرت درلود، د نوموړی یو شمېر مخالفینو د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې تر پېښې وروسته د اسلام فروش او مسلمان فروش لقب هم ورکړ، خو نوموړی د دې ټولو هېڅ پرواه و نه کړه او د هغه وخت د امریکایی واکمنو ډول ته نڅا شروع کړه او د مسلمانمانو په ټکولو کې یې له هېڅ ډول ظلم نه مخ و نه ګرځولو.
د نوموړی د خپلې واکمنۍ په ترڅ کې د همدغه سیاستونو له امله د پاکستان لپاره یو داسې نوم هم ثبت کړ چې له هغې ورځې راپدیخواه یې په سیمه ییز او نړیوال سیاست کې مخ او شاه نه معلومیږی.
مشرف امریکایانو او لویدیځوالو ته د خپلې وفادارۍ د ثابتولو په لړ کې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر د یوولسمې تر پېښې وروسته، نه یوازې په پاکستان کې پراته ګڼ افغانان، چې ډیپلوماتان هم پکې وو، امریکا ته وسپارل او آن ځینې پاکستانی اتباع یې هم پر امریکا خرڅ کړل چې ښه بېلګه یې پاکستانۍ ساینس پوه مېرمنه ډاکتره عافیه صدیقی یادولای شو.
پر دې سربېره مشرف په پاکستان کې د خپلو قبایلی اوسېدونکو کورونه چې تر ننه پورې خپل حالت ته نه دی راغلی، د امریکا د‌ خوشحالولو لپاره بمبارد کړل او د قبایلی سیمو په لس هاوو تنه اوسېدونکی یې د افغانستان خاورې ته پناه راوړلو ته مجبوره کړل.
خو د دې ټولو سره سره بیا هم د ده د واکمنۍ پرمهال د افغانستان د واکمنو له خوا تل دا تور را پورته کېدو چې په افغانستان کې جنګېدونکې ډلې په پاکستان کې سمبالېږی او آن دا تور به کله نا کله په افغانستان کې مېشتو لویدیځوالو هم زمزمه کولو.
مشرف لویدیځوالو ته د خپلې وفادارۍ د ثابتولو په لړ کې پدې هېواد کې د شته دینی مدرسو خلاف لوی عملیات پیل کړل چې له هغې جملې یې د دغه هېواد په پلازمېنه کې د لعل مسجد او حفصه مدرسې خلاف پوځی عملیات وو چې دلته یې بې ګناه معصوم انسانان او آن ښځې او ماشومان په وینو ولړل.
د دغه پوځی ډیکتاتور یو عجیب سیاست دا هم و، چې لکه مارماهی یې یو لور ته سر او بل لور ته لکۍ ښوروله او بالآخره دغه د تاریخ بدنامۍ ډیکټاتور د پوځی قدرت د ناوړه ګټې اخیستنې او خیانت تر تور تاریخ وروسته په داسې حال کې چې په خپل هېواد کې محکمې پر خیانت تورن کړ او څو ځلې هم د محکمې غونډې ته حاضر نشو، الله تعالی په یوه داسې ناروغۍ ګرفتار کړ چې اوږده موده نه مړ او نه ژوندی د روغتون پر کټ پریوت او تر اوږده ځانکدن وروسته یې د ۷۹ کالو په عمر د اماراتو په یو روغتون کې په رسمی توګه مړینه اعلان شوه او د الله تعالی حساب او کتاب ته ورغی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.